امنیت

دقندهار په ژيړې کې د طالبانو د سر دروند زيان.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٣
دوسله والو طالبان د ډلې ديو سيمه ييز قوماندان په ګډون ديارلس تنه وسله وال طالبان تيره شپه په قندهار ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول دغه يرغلګر د ژيړي ولسوالۍ په يوې امنيتي پوستې دبريد په وخت کې وشو .
دقندهار ولايت يو پوځي قوماندان بآختر آژانس ته وويل په دې جګړه کې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل په طالبانو د ژيړي ولسوالۍ په يوې امنيتي پوستې دبريد په وخت کې دپوځيانو له خوا ډزې وشوې.
په يوبل خبرکې ويل شوې  دي چې د قندهار ولايت په ځينو سيمو کې ديو لړ جګړو په بهير کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمير نوريې ټپيان شول.
دغه جګړې تيره شپه او نن سهار ونښتې.
ديوبل خبرله مخې امنيتي مامورينو درې ماينونه چې طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ په يوه ګڼ ميشته لاره کې ښخ کړى شوى و کشف او شنډ کړې .
دغه ماينونه نن سهار دسيمې دخلکو په همکارۍ دپوليسو دتخنيکي ټيم له خوا کشف او شنډ کړى شول.
دقندهار پوليس وايي طالبانو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره په ملکي وګړو او پوځيانوته خونړۍ پيښې رامنځته کړي خو بريالى نه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته