کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ۶ مه
په کندز ولايت کې پرون د وسله والو طالبانو پر پټنځي د هوايي بريد له امله دوه تنه ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي د باختر اژانس خبريال ته وويل چې د کندز ښار د شپږمې ناحيې په بز کندهاري سيمه کې د وسله والو طالبانو پر پټنحي د هوايي بريد له امله د قاري بلال د ډلې غړي قاري فيض الله او د قاري بلال ورور ووژل شول.
د يوبل خبر له مخې:
امنيتي منسوبينو د کندز ښار د کټه خېلو په سيمه کې د وسله والو طالبانو دوه تنه قوماندانان ونيول.
نيول شوي کسانو د کندز ښار په علي آباد ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو بريدونو په طرحه کولو لاس درلود.
ختم_ شکريه _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل