لښکرګاه باختردليندۍ دمياشتې٢٦ نيټه :
په تيرو ٢٤ ساعتو کې ٢٧ تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې ووژل شول.
د هلمند د والي وياند عمرځواک د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې هوايي او ځمکنيو ځواکونو د مارجې، نادعلي او د نهر سراج په ولسواليوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل.
ځواک زياته کړه: په دغو چاڼيزوعملياتوکې ٢٧ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول.
ده زياته کړه: په دغو عملياتوکې ملکي وګړو او پوځيانو ته د سر زيان نه دى اوښتى.
پاى ج ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ