امنیت

په بغلان کې دطالبانو ډله ييز بريد په شاوتمبول شو

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٠ :
دبغلان ولايت په دوشي ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو بريد دڅلور تنو  په وژل کيدو او څو تنو نورو په ټپي کيدو سره په شا وتمبول شو.
دشمال ختيځ زون دپوليسو وياند محفوظ الله اکبري باخترآژانس ته وويل ؛
وسله والومخالفينو نيت  درلود  د نويد ٣٣ په نامه د پوځي عملياتو دمخنيوي  په خاطر چې دشهاب الدين او ډنډغوري په سيمو کې دوام لري  د دوشي ولسوالۍ  دلويې لارې په تګلوري کې  ددره کيهان  اوشترجنګل په سيمو کې په امنيتي پوستو يولړ بريدونه ترسره کړي  .
اکبري  زياته کړه  دامنيتي ځواکونو  دسخت مقاومت  له امله   څلور تنه  مخالفين ووژل شول  او دوه تنه نور يې سخت ټپيان شوي دي.
اوس حالات  په نورمال ډول دى  او دغه سيمې د امنيتي ځواکونو ترکنترول لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته