ټولنه

کابل بې سارى تودوخ تجربه کوي

کابلباخترداسد٨
له څو ورځو را په ديخوا په کابل ښارکې د هوا تودوخه بې سارى ده.
د هواپوهنې د ادارې مسوول همايون دباخترآژانس خبريال ته وويل: په څو وروستيو ورځوکې په کابل ښارکې تودوخه په تيرو يو ديرشو کلونو کې سارى نه لري.
ده زياته کړه: پرون په کابل ښارکې د تودوخې درجه د سانتي ګراد په کچه ٣٩ ته رسيدلې وه او نن په کابل کې د تودوخې درجه ٣٨ ده.
يوشمېرکابل ښاريانوهم په دې اړوندنظر څرګندکړ او وې ويل چې دوى تراوسه پورې په کابل کې دغه شان تودوخه نه ده تجربه کړې او هوا دتيرو کلونو په نسبت ډيره ګرمه ده.
يو ه ګرځنده پلورونکى پرويز وايي چې دسږکال دوبي او هغه تودوخه چې له ځمکې څخه پورته کيږي؛ د روژې دمبارکې مياشتې وروستي ورځې موږ ته ډيرې سختې کړې دي.
ده دکابل ښار له اوسيدونکو څخه وغوښتل چې دخپل ژوندانه د چاپيريال په ساتنه کې هلې ځلې وکړي او د ښار په ګوټ ګوټ کې دکثافاتو له اچولو څخه دې ډډه وکړي.
دغه راز ده له کابل ښاروالۍڅخه وغوښتل چې دکثافاتو په راټولولوکې دې پاملرنه وکړي چې د ناروغيو د خپريدو مخه ونيول شي.
دغه راز د هوا پوهنې د ادارې مسوول وويل چې د پرون ورځې په نسبت دتودوخې درجه يوه درجه ټيټه شوې ده او ددغې ادارې د اټکل له مخې ترڅوراتلونکو ورځو پورې هم دتودوخې درجه دهرې ورځې په تيريدو سره يوه وه درجه ټيټيږي.
په تيرو وختونوکې د افغانستان طبيعت ددنګو او لوړو غرونو اودڅپاندو سيندونو په دليل په نړۍ کې شهرت درلود. په تيره بيا کابل په سمسورو بڼونواوله واورو ډکو غرونو سره د ټولوپه ژپه کې ځاى درلود، خو له بده مرغه اوس په کنډ واله بدل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته