کابل / د سلواغی / ۲۵ / باختر
د دایکنډي چارواکو د عوایدو د کمېټې په غونډه کې نن وویل چې د اسلامي امارت له بریا وروسته په دغه ولایت کې څه د پاسه ۴۴ مېلیونه عواید راټول شوي دي.
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د هغو ریاستونو استازو چې عواید لري د عوایدو د راټولولو او د عوایدو د اندازې په اړوند خپل رپوټونه وړاندې کړل.
په همدې حال کې د دایکنډي د مستوفیت ادارې مسوول د ادارو د عوایدو او د ۱۴۰۰ کال د عوایدو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ویل چې د ۱۴۰۰ مالي کال راټول شوي عوایدو څه نا څه ۱۰۶ میلیونه افغانۍ دي چې له هغه جملې څخه څه د پاسه ۴۴ میلیونه ۳۰۰ زره افغانۍ د اسلامي امارت له بریا وروسته را ټول شوي دي.
دغه راز د دایکنډي د مستوفیت ادارې مسوول له مالیه ورکوونکوڅخه وغوښتل چې مالیات په خپل وخت ورکړي.
ع