سیاست

جمهور رئیس غني له جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره وکتل

کابل باختر دوږي دمياشتې ٣١ نيټه :                                     د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون سهار په نیویارک ښار کې دامریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس دونالډ ټرمپ سره وکتل.                                                          دجمهور رئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .      په دې کتنه کې دواړو مشرانو په افغانستان کې د تروریزم پر ضد د مبارزې، د سولې د تامین، اقتصادي ودې او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز، ظرفیتونو او سرښندنو په اړه بحث او خبرې وکړې.
دونالډ ټرمپ وویل، دا مهال په افغانستان کې شل بین المللي تروریستي ډلې فعالیت کوي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په قوت او مېړانه د هغوی پر وړاندې جنګېږي.
ده زیاته کړه، موږ سل په سلو کې په افغانستان کې د ثبات تامین او د تروریزم پر ضد مبارزې ته ژمن یوو.
ښاغلي ټرمپ څرګنده کړه، د امریکا متحده ایالتونو حکومت او خلک له افغانستان سره هر ډول همکارۍ او د جنوبي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا د اعلان شوې ستراتیژۍ تطبیق ته ژمن دي.
د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس وویل، موږ په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین او اقتصادي ودې غوښتونکي یوو.
ده زیاته کړه، د امریکا متحده ایالات به د افغانستان د پرمختګ او هوساینې لپاره د کانونو په ګډون په بېلابېلو سکتورونو کې اقتصادي همکاري وکړي.
ده وویل، د امریکا متحده ایالات به له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو تر څنګ د نړۍ نور هېوادونه هم په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستو ته وهڅوي.
ښاغلي دونالډ ټرمپ د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت، ثبات او اقتصادي ودې په موخه د تروریزم پر ضد په ګډه جدي مبارزه او همدارنګه د سیمه ییزه اقتصادي همکاریو په دوام ټینګار وکړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د امریکا متحده ایالتونو د نوې ستراتیژۍ له امله له جمهور رئیس دونالډ ټرمپ څخه مننه وکړه او دا یې د امریکا متحده ایالتونو د حکومت یو تاریخي تصمیم وباله.
جمهور رئیس غني وویل، د امریکا متحده ایالتونو نوې ستراتیژي د افغانستان او سیمې لپاره دا فرصت برابر کړی چې د امنیت د تامین او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې لا جدي اقدامات وشي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، تلپاتې او باعزته سوله د افغانستان د حکومت او خلکو لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې د امریکا متحده ایالتونو د حکومت د دریځ او ملاتړ ستاینه وکړه.
محمد اشرف غني په سیمه ییزه اقتصادي همکاریو ټینګار کړ او په افغانستان کې د شته اقتصادي فرصتونو،طبیعي زېرمو او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه یې هغه ته معلومات ورکړل.
جمهور رئیس غني وویل، د افغانستان حکومت د اقتصادي ودې په موخه دسیمه ییزې اقتصادي همکارۍ، ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې هلې ځلې پیل کړي او په دې برخه کې د بهرنیو پانګو او همکاریو د جلبولو په موخه هر ډول همکارۍ ته چمتو یوو.
د هېواد جمهور رئیس د افغانستان د طبعي منابعو د انکشاف لپاره د امریکا متحده ایالتونو د ملاتړ هرکلی وکړ او وېې ویل: د افغانستان اقتصادي انکشاف او هوساینه د افغانستان د کانونو سکتور پراختیا پورې تړلې، له دې سره به موږ په خپلو پښو ودرېږو او د امنیتي لګښتونو له عهدې ووتلی شو.
پاى ذکرالله      

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته