میدان ښار د وری دمیاشتی نهمه باختر
د میدان وردګو د ولایتي شورا وکیل ډاکټر عصمت الله عاصم ددې ولایت له مرکزي روغتون سره د نهو قلمو درملو مرسته وکړه.
دغه مرسته نن د ولایت مرکزي روغتون کې ډاکټرانو ته په واک کې ورکړل شوه، څو یې ناروغانو ته ورکړي.
د ولایتي شورا وکیل ډاکټر عصمت الله عاصم وویل، چې د درملو یاده مرسته یې د خپلو شخصي امکاناتو او کلینک څخه کړي ده.
ده وویل، چې د نهو قلمو درملو ارزښت شاوخوا سل زره افغانۍ کیږي او د شل زره افغانیو په ارزښت یې درې قلمه نور درمل د نرخ ولسوالۍ د کریمداد کلینک په واک کې ورکړي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ