اقتصاد

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱،۶میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظور کړې

کابل_باختر د لړم د مياشتې١٧مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه د دې کمېسیون د غړو، وزارتونو او د تدارکاتي ادارو د مسوولينو او د ملي او بین المللي څارونکو په حضورکې پرون په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
  په دې غونډه کې د ۱،۶ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۳ نوې پروژې منظور شوې چې په دې ډول دي:
• د دایکنډي ولایت کیتي، خدیر او اشترلي ولسوالیو او د نورستان ولایت نورګرام، وامه او دوآب ولسوالیو او مرکز پارون د ښوونځیو لپاره د مېز او څوکیو تدارک؛
• د کابل-جلال آباد لویې لارې د ۳۵ کیلو متره اساسي(دوراني)  حفظ او مراقبت؛
• په هرات کې د سلما بند نښلونکی سړک؛
• په زابل کې د ۱۰۰ بستریز روغتون جوړول؛
• د عامې روغتیا وزارت صحي تاسیساتو او روغتونو ته د درملو تدارک په مشروط ډول منظور شو؛
• په بدخشان او تخار ولایتونوکې د ولسي تړون د برنامې د تطبیق لپاره د مشورتي خدماتو پروژه؛
• د کابل برېښنا ریاست اړوند د برېښنا شبکې ۳۰ پایو ټرانسفرمرونو تدارک؛
• د ویني بانک د اړتیا وړ طبي او مصرفي موادو تدارک؛
• د کابل او هرات ولایتونو د روغتیا ملي ملاتړ برنامې لپاره د سټي سکن ماشینونو تدارک؛
• د روغتیایي تاسیساتو لپاره د اعاشوي موادو تدارک؛
• د افغانستان بانک د مالي څارنې لپاره د مشورتي خدمتونو پروګرام؛
• او د ملي دفاع وزارت د اړتیا وړ کریډټ کارتونو د لېږد او بستر وړ ملحقاتو دوه قراردادونه؛
د ملي تدارکاتو کمېسیون د پورته یادو شویو پروژو د منظورۍ پرمهال یو ځل بیا د هغوې د تطبیق پر څارنې ټینګار وکړ. بل پلو په دې هوکړه وشوه چې په راتلونکي کې دې له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ په خاطر په ځانګړي ډول د تجهیزاتو د تدارک او دولتي ارګانونو ترمنځ د مراوداتوپه برخه کې زیاته هڅه وشي.
سربېره پر دې د ملي تدارکاتو کمېسیون د بند پاشدان د معضلې د حل او د یادې پروژې د پاتې کار د بشپړولو په خاطر د اقتصاد وزارت او په زیربنایي چارو کې د جمهوررئیس د سلاکار پر راپور بحث وکړ او په راپور کې شوي وړاندېزونه یې تائید کړل.
د هېواد جمهوررئیس وویل: د بندپاشدان په پروژه کې باید د قیصار-لامان پروژې په څېر د حقوقي ستونزو تجربه تکرار نشي، همدارنګه د سیمې خلک چې په تېر کې له دې پروژې زیانمن شوي وو، هغه تدارکاتي پروسه چې په دې وروستیو کې تر لاس لاندې وه، لغوه او په پورته ذکر شوي راپور کې د شویو وړاندېزونو مطابق دې د اوبو او انرژۍ وزارت اقدام وکړي.
بل پلو د ملي تدارکاتو کمېسیون د کرنیزو پورونو د توافقنامې وړاندېز مالیې وزارت ته ور وګرځاوه، د کورنیو چارو وزارت د اعاشوي توکو څلور قرادادونو تعدیل یې د دقیقي محاسبې او واقعي اړتیا په خاطر اعاده کړ، خو د ملي دفاع وزارت د حبوباتو د یو تعدیل شوي قرارداد وړاندېز یې تائید او په عین حال کې یې لارښوونه وکړه چې د ملي دفاع وزارت په ټولو پروژو کې دې د قراردادي شرکت حقوقي شخصیت، مالکیت او داوطلبۍ طریقه وارزول شي.
د افغانستان د اسلامي جمهورریت جمهوررئیس او د ملي تدارکاتو کمېسیون غړو د مچلغو او شبرغان-اندخوی پروژو په منظورۍ ټینګار وکړ چې د انرژۍ او اوبو وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت دې د هغو د مدیریت او تطبیق په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون په غونډوکې د څارنې د اصل رعایتولو په خاطر د دې کمېسیون د رئیس او غړو ترڅنګ د ملي شورا د مالي او بودجې کمېسیون، سیګار، سیستیکا غوڅ ملاتړ، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ او ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.#
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته