امنیت

په قندهار کې دهېواد دهوايي ځواکونو په بريدونوکې لسګونه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د ثور ٢٢مه :
په قندهار ولايت کې لسګونه تنه وسله وال طالبان دهېواد دهوايي ځواکونو په يولړ بريدونوکې ووژل شول .
په دغو طالبانو دوروستيوڅلورويشتو ساعتونوپه بهير کې دارغنداب ولسوالۍ په ځينو سيموکې بريدونه وشول .
  دهېواد په جنوب کې  دملي اردو يوجګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې دوسله والو طالبانو درې ديرش تنه ووژل شول او لسګونه تنه نور ټپيان شول .
  ده وويل په دې بريدونوکې دطالبانو شپږ مرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره دړې وړې شول .
دخبرونوله مخې،وسله والو طالبانو په دې وروستيو وختوکې دارغنداب  ولسوالۍ په ځينو سيمو کې نوي مرکزونه  جوړه کړي و او غوښتل يې دهېواد په جنوب کې خپل ډار اچوونکي فعاليتونه په دې ډول  زيات کړي  دملي اردو دغه قوماندان وايي چې په دغوبريدونوکې دوسله والو طالبانو زيات مرکزونه دړې وړې شوي دي .
  ختم_ مينه _  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته