سیاستخبرونهTOPټولنه

په ایران کې له افغانانو سره شوی ظلم د نړېوالو اصولو خلاف عمل دی

 کابل / د وري ۲۳ مه / باختر

په ایران کې له افغان کډوالو سره شوی ظلم د ټولو انساني، اسلامي او اخلاقي  ارزښتونو او نړۍ والو اصولو خلاف عمل دی.

د ایرانیانو د دغه کار په غبرګون کې له څو ورځو راهیسې په افغانستان کې لاریونونو زور اخیستی او د یاد هېواد بشر ضد کړنې یې په سختو ټکو غندلې دي. دغه چاره په ټولنیزو رسنیو کې هم په سختو ټکو غندل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن هم د کابل د عامې روغتیا په څلور لارې کې په ایران کې له افغانانو سره د غیر انساني چلند په غبرګون کې ګڼ شمېر افغانانو سوله ییز لاریون وکړ.

دوی د افغانانو پر وړاندې په ایران کې انساني او بشر ضد کړنې په سختو ټکو وغندلې اودا یې د ټولو انساني، اسلامي او اخلاقي  ارزښتونو او نړۍ والو اصولو پرخلاف عمل وباله.

لاریون کوونکو غوښتنه وکړه چې نور دې د دغه ډول کړنو چې هیڅ با ضمیره انسان ته د منلو نه دي مخه ونیول شي اوعاملینوته دې یې سزا ورکړل شي.

دوی ټینګار وکړ چې له خپل توان او امکاناتو په استفادې به د خپلو کډوالو هېوادوالو له انساني حقونو څخه دفاع وکړي او خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د هر ډول بشري نورمونو، اصولو او انساني کرامت خلاف تاوتریخوالی روان دی، چې له امله یې ګڼ شمېر افغانان ډبول شوي او د مرګ ترپولې رسیدلي دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته