امنیت

وسله والو طالبانو دوه تښتول شوي سر تيري ووژل

پروان باختر دزمري ٧ مـــــه

وسله والو طالبانو په پروان ولايت کې هغه دوه تنه سر تيري ووژل چې تښتولى يي وو

 د پنجشنبې  په ورځ درې تنه سيمه ييز پو ليس چې درخصتي د تير ولو لپاره په سياه ګرد ولسسوالۍ کې خپلو کورو نو ته ورغلي و د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول .

 په پروان ولايت کې سيمه ييز مقا ما ت وايي: پرون ددغو دريو تنو سيمه ييزو پو ليسو له جملي څخه ددوو تنو مړى يي په چيلان سيمه کې تر لاسه کړل

 تر او سه پورې ددريم سيمه ييز پو ليس د برخليک په باب خبر نه دى ترلاسه شوى

دپروان د والي ويا ندې روشنا خالد له باختر ا ژانس سره په اړيکه کې دغه پيښه تاييد کړه او ويې ويل: دجګړه مارو له منګولو څخه ددريم پو ليس د ازادولو لپاره هلې ځلې دوام لري

 دپروان ولايت دسيا ګرد ولسوالۍ په دې وروستيو وختو کې د زيا تو ناراميو ډګر ده . دغه ولسوالۍ دبا ميا نو په لاره کې پرته ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته