کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٧
دسولې دعالي يوهيت هندوستان ته تللى دى چې د ديو بند دټولنې له غړو سره
په افغانستان کې دثبات د اعاده کولو د څرنګوالي په باب خبرې وکړي .
دسولې دعالي شورا يو تن چارواکي مولوى شهزاده شاهد له رسنيو سره په اړيکه کې تائيد کړې ده چې د دغې شورا له خوا يو هيت ډيلي ته تللى دى چې د ديوبند د دارالعلوم عالمانو سره ددغه شورا د پروګرامونو په باب خبرې وکړي .
د ديوبند ټولنه په آسيا کې د ديني يو مطرح مرکز دى او په مذهبي کړيو کې له ښه اعتبار څخه برخمنه ده .
سره له دې چې هندوستان ته دسولې دعالي شورا د هيت دسفر او د ديوبند له عالمانو سره د دوى د خبرو دجزئياتو په باب څه نه دي ويل شوي خو دسولې عالي شورا د هغو پروګرامونو په چوکاټ کې د دولت له وسله والو مخالفينو سره دخبرو لپاره لرى هلې ځلې کړي دي چې په دې لاره کې دمعتبرو اسلامي مرکزونو ملاتړ او همکارۍ جلب کړي .
پخواهم دسولې دعالي شورا مذهبي کړيو د ملاتړ دجلبولو په مقصد خپل هيتونه دسعودي عربستان ، ترکيې ،متحده عربي اماراتو پاکستان او ځينو نورو هيوادونو ته استولي دي .
0 1 دقیقه لوستل