اقتصاد

دمرکزي آسيا له تګلوري څخه دچين لومړى باروړونکى کتار افغانستان ته ورسيد.

ايرنا- باختر د وږي دمياشتې ٧
دمرکزي آسيا دهيوادونو له تګلوري څخه دچين لومړى باروړونکى کتار افغانستان ته ورسيد او ددغه کتار دغږ په پورته کولو سره دکابل پرمخ يوه بله ترانيزيتي لاره پرانستله شوه او دغه هيواد دپاکستان له تګلوري څخه دمالونو دليږدونې له تړلتيا څخه يوبل ګام واټن واخيست .
دغه کتار څو مياشتې له هغه وروسته حرکت پيل کړ چې بيجينګ او کابل چين ته دافغانستان د زعفرانو او وچوميوو دصادراتو لپاره يو موافقه ليک لاسليک کړ.
دهمدې خبر له مخې : ټاکل شوې ده په مياشت کې دوه ځلې د افغان سوداګرو په مالونو بار کانتينرونه دچين له هايمن ښار څخه دافغانستان دحيرتانو بندر په لور وليږدول شي.
دافغانستان دسوداګرۍ دخونو وياند سيام پسرلي هم ددغې لارې پرانستل افغان سوداګرو ته ګټور وبلل او ويې ويل : له چين سره دافغانستان صادرات او واردات ددې غوښتنه کوي چې دغه شان لاره جوړه شي او سوداګر له دې لارې وکولاى شي خپل تجارتي مالونه په کمو ستونزو او په ارزانه بيه وليږدوي.
دپسرلي دڅرګندونو له مخې :- دغه لاره په يو وخت کې د ٢٠٠ کانتينرونو دليږدونې توان لري چې دا کار به دچين او افغانستان ترمنځ دتجارتي اړيکو دپراختيا سبب شي پسرلي وويل : چې له دغې لارې څخه دتجارتي او ترانزيتي مالونو دليږدونې لپاره استفاده وشي. او دافغانستان کانونو کې دپانګه ونې لپاره دچين ليوالتيا ته په پاملرنې سره د دغې لارې اهميت لاپسې زياتوي.
دافغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي د افغانستان او چين ترمنځ ددغې لارې دپرانستلو په باره کې چې دقزاقستان او ازبکستان له لارې دافغانستان شمال ته رسيږي وويل چې دغه لاره په راتلوونکي کې دافغانستان له شمال څخه په لويديځ کې دايران پولو او پاکستان ته غځول کيږي او دافغانستان دشمال لاره به له سياسي اغيزو څخه لرې وي.
او کيداى شي افغانستان ته زيات اهميت ولري او افغانان بۀ له دغې لارې څخه په استفادې سره نور له ځينو ګاونډيو هيوادونو سره دسياسي ستونزو په دليل به دمالونو دترانزيت له ستونزې سره مخامخ نه وي.
پخوا افغانستان ، هند او ايران دمکران په سواحلو کې دچابهار له ترانزيتي بندر څخه داستفادې موافقه ليک هم لاسليک کړ او دغه تګلورى هم دسمون او په دې بندر کې دسترو بيړيو دتشولو او بارولو د ظرفيتونو د زياتوالي په صورت کې دافغان سوداګرو سترګې دمجبوريت له مخې دپاکستان له کراچۍ بندر څخه چابهار ته اړ وي ځکه دغه تګلورى د دوى دمالونو دليږدولو لپاره لنډه او ارزانه تماميږي.
چين دافغانستان د زعفرانو او دوچوميوو دصادراتو دموافقه ليک په لاسليک کولو او د دواړو هيوادونو په تګلوري کې دباروړونکو کتارونو په کارولو سره به دافغانستان په اقتصاد کې زياته ونډه په غاړه واخلي او په همدې نسبت کولاى شي ددغه هيواد دسياست په ډګر کې کارنده رول ولوبوي.
بيجينګ دپاکستان په ګوادر بندر دپراختيا په لاره کې چې له چابهار بندر سره جوخت موقعيت لري ، ستره پانګه ونه کړې ده .
په افغانستان کې دچين کارنده رول لوبول له تصور پرته په خپله دپاکستان دستراتيژيکي شريک دګټو د تامينولو له تصور پرته سخت بريښي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته