امنیت

دپکتيا ولايت دخلکوشکايتونه واوريدل شول

کابل باختر  دليندي  يوولسمه :
دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلمیارنن دیوې ناستې په ترځ کې دپکتیا ولایت دیو شمیر اوسیدونکوشکایتونه واوریدل.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
پدې ناسته کې څوتنو دنورو په استازیتوب په خپلوخبروکې وویل چې له کلونوکلونو راهیسې دګردیزښارته څیرمه ددفاع وزارت اړوند ځمکو په عسکری فامیلیو کې ژوندکاوه؛خو اوس یوشمیرد ځمکوغاصبان او مافیا  پدې پلمه چې ګواګې دحکومتي لوړپوړو چارواکوله خوا ورته اجازه وکړل شوې، هڅه کوي چې په دې سیمه کې ښارګوټی جوړ کړي،موږ د دوی دا کار غیر قانونی او دځمکې دغصب یوه پلمه بولو اوپه دې هکله دمشرانوجرګې د رییس همکاري غواړو.
وروسته د مشرانوجرګې رییس په دي اړه  څرګنده کړه چې دا موضوع به ستاسو په حضور د اړونده ادارو له چارواکو سره شریکه اود حل لاري به يي ولټوو اوداړتیا په وخت کې به دهیوادله جمهوررييس سره ستاسو دکتنې زمینه برابره کړم.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته