سیاست

د جمهور رئیس غني په حضور کې ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو کمپاین تفاهملیک لاسلیک شو

-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٤
د جمهور رئیس غني په حضور کې ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلود کمپاین تفاهملیک لاسلیک شو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې د لوی څارنوالۍ او پوهنې، لوړو زده کړو اود عامې روغتیا وزارتونو او د سیمهییزو ارګانونو دخپلواکې ادارې ترمنځ له ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو کمپاین تفاهم لیک، لاسلیک شو.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د یاد تفاهم لیک د لاسلیک په مراسمو کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شول، د هېواد لومړۍ مېرمن، د کابینې یو شمېر غړو، په عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو کې د جمهور رئیس سترسلاکار نادر نادري او د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست عبدالباقي پوپل حضور درلود.
د دغو مراسمو ګډونوالو ته د وینا پرمهال د هېواد لومړۍ مېرمن وویل، د یوې سالمې ټولنې او یو بل ته د درناوي لپاره باید د اسلام د مبین دین لارښوونې د خپل ژوند اساس وګڼو.
ورپسې لوی څارنوال څارنپوه فرید حمیدي له جمهور رئیس او د هېواد لومړۍ مېرمنې څخه د مننې پرمهال وویل، لوی څارنوالي په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمښت، د همکارۍ دلارې د لټولو او د تاوتریخوالي پر ضد د موثرې مبارزې په موخه دغه تفاهم لیک لاسلیک کوي.
حمیدي وویل، د افغانستان دولت د داسې سوکاله ټولنې د رامنځته کولو په هڅه کې دی چې زموږ هېوادوال په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان په کې په عزت او ارامي ژوند وکړي.
د افغانستان لوی څارنوال وویل، جمهور رئیس د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه ملي ستونزه بولي او هغه د فساد، تاوتریخوالي او جرمونو پر ضد مبارزې او د سوکاله ټولنې د ایجاد پیاوړې اراده او ژمنتیا لري.
هغه څرګنده کړه، د احصایو له مخې په افغانستان کې تاوتریخوالی یوه جدي معضله ده او د مبارزې لپاره یې باید جدي او اساسي هڅې وشي. هغه زیاته کړه، د تاوتریخوالي د رېښو د وچولو او لاملونو د له منځه وړلو لپاره د جزایي، عدلي او قضایي چلند تر څنګ باید له تقنیني، قضایي، اداري، اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي تدبیرونو څخه هم ګټه واخیستل شي.
فرید حمیدي وویل، دغه تفاهم لیک له موږ سره مرسته کوي چې د افغانستان په اداروکې ټولو ښځو او نارینه و ته د امن، ډاډ، اعتماد، ارامي او درناوي فضا ایجاد کړو. هغه زیاته کړه، هیڅوک زموږ د وطنوالو هغه حقونه او ازادۍ چې خدای تعالی او د افغانستان اساسي قانون ورکړي، نشي محدودولی.
لوى څاروال وویل، ښځو ته درناوی یوازې بین المللي تعهد نه دی، بلکې زموږ په فرهنګ، تاریخ او اعتقاداتو کې ژورې رېښې لري. هغه د اسلامي لارښوونو په استناد وویل، ستاسو په منځ کې هغه څوک غوره دی چې له نورو او خپلې کورنۍ سره ښه چلند کوي.
لوی څارنوال وویل، له تاوتریخوالي سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مبارزې موخه خلکو او کورنیو ته د عدالت تامین او کورنیو ته د دې ډاډ ورکول دي چې د عدالت له لارې به د دوی حقونه او ازادۍ خوندي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته