امنیت

په لغمان کې د هاوان ماين د لګېدو له امله څلور تنه ووژل شول

 کابل / د غبرګولي ۴ مه / باختر
دلغمان  داليشنګ ولسوالۍ داستوګنې پر يوه کور د هاوان ماين د لګېدو له امله څلور تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول.
باختر آژانس د لغمان د والي د وياند اسد الله دولتزي له خولې خبرراکړ چې دهاوان دغه ماين پرون ماښام  داليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې داستوګنې په يوه کور ولګيد چې په پايله کې دماشومانو په ګډون څلور تنه ووژل شول او ٧ تنه نور ټپيان شول .
ختم _ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته