سیاست

قانونپوه سروردانش : هېوادوالو ته دامنيت تامينول دحکومت اساسي لومړيتوب دى .

-کابل  باختر دزمري  پنځلسمه :
دميدان وردګو ولايت دبيلابيلو سيمو يوزيات شمير مشرانو او مخورو دجمهور رييس له مرستيال  قانونپوه سروردانش  سره وکتل او دملي وحدت له حکومت څخه خپلې غوښتنې يې له ده سره شريکې کړې .
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دکتنې برخه والو دجلريز _  ميدانوردګو دتګلوري دامنيت تامينول ،  دګردن ديوال  سړک دپروژې  د لومړي برخې  څيړنه ، دکوچينانو او دسيمې داوسيدونکو ترمنځ داساسي  شخړو حل کول او ددغو سيمو خلکو ته دمناسبو عمومي خدمتونو وړاندې کول داساسي غوښتنو په توګه طرحه کړل او دګردن ديوال پروژې دلومړي برخې دکارپه بهير کې  د کمزورتيا  دعلت په باب دمرکزي حکومت دجدي څيړنې غوښتنه وکړه .
دوى دغه راز دکوچيانو او دسيمې داوسيدونکو ترمنځ دشته ستونزو دحل کولو په برخه کې دحکومت دسملاسي  پاملرنې  غوښتنه وکړه او ويې ويل حکومت دې بايد دعملي او عادلانه حل لاره ترلاس لاندې ونيسي چې دغه مسئله  په بنسټيز  ډول او دتل لپاره حل اوفصل شي .
دجمهور رييس مرستيال مرکزي حکومت ته دخلکو دغوښتنو دليږدونې او دستونزو دوړاندې کولو په موخه دکتنې دبرخه والو دشتون له امله دقدردانۍ په څرګندولو سره دافغانستان دخلکو دامنيت تامينول او دفاع دملي وحدت دحکومت اصلي او اساسي مسووليتونه او لومړيتوبونه وبلل او هيله يې وکړه چې دسيمه ئيز حکومت تر څنګ ، سيمه ئيز مشران اومخور هم ددغو سيمو دخلکو ترمنځ ددوستانه اړيکو او دسوله  ئيز ګډ ژوندانه له لارې ، دسولې دټينګښت او دعمومي  امنيت دتامينولو په لاره کې دپخوا په شان جدي هلې ځلې وکړي .
قانونپوه سروردانش ټينګار وکړ چې دملي وحدت حکومت په دې لټه کې دى چې دقانوني اوبنسټيز  حل له لارې په افغانستان کې دکوچيانو او دسيمې داوسيدونکو ترمنځ دتاريخي شخړې مسئله په داسې ډول حل او فصل کړي چې ټولو  هېوادوالو ته دپتمن اوسوکاله ژوندانه زمينه برابره شي .
دجمهور رييس مرستيال ژمنه وکړه چې دکتنې دبرخه والو غوښتنې به له اړوندو لارو تعقيبې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته