کابل باختر د تلي لومړى
درې تنه پاکستاني طالبان په نورستان ولايت کې له سرحدي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول .
په دغو پاکستاني طالبانو تېره شپه په کامديش ولسوالۍ کې د ديورنډ له کرښې څخه د تېريدو په وخت کې بريد وشو .
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې درې تنه پاکستاني طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل چې دغه پاکستاني طالبانو نوي له پاکستان څخه نورستان ته راغلي و او غوښتل يې په سرحدي ځواکونوبريد وکړي
ويل کيږي په دې جګړه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ ج_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ