امنیت

په ننګرهار کې دولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

جلال اباد باختر د وږي د میاشتې ۲۷ مه
د ننګرهار ولایت په اچین او بټي کوټ ولسوالیو کې د هوایي برید او چاڼيزوعملیاتو په ترڅ کې درې تنه پاکستاني وسله وال طالبان او نهه تنه داعش وسله وال ووژل شول.
د ننګرهار د امنيه قومنداني ویاند حضرت حسین مشرقيوال باختر اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د اچین ولسوالۍ د مامند درې په ډاګه سیمه کې پر پر داعش وسله والو هوايي برید ترسره کړی چې له امله یې د نهو تنو داعشیانو د  وژل کېدو ترڅنګ ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
مشرقيوال زیاته کړه دغه راز د بټي کوټ ولسوالۍ په چهار دهي سیمه کې د ځانګړو کورنیو ځواکونو له لورې عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې يې درې تنه پاکستانیان،چې د وسله والو طالبانو سره د ورانکارو کړنو په پلانونو جوړولو بوخت وو، ووژل شول.
د ده په وینا په ترسره شويو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته