امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

کابل باختر دچنګاښ  څليرويشتمه :
دغزني ولايت په دوو ولسواليو کې په تيرو څليرويشتو ساعتو کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو ددريمې لوا دقوماندانۍ ويندوى دباختراژانس خبريال ته وويل، دواغظ ولسوالۍ دسياه ګرد په سيمه کې دافغان او دنړيوالو  ځواکونو هوايي عملياتو په بهير کې  دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان ملا ادريس له څلورو تنو افرادو سره يې ووژل شو او دوه تنه نور طالبان داندړو ولسوالۍ د حيات وال په سيمه کې ووژل شول .
ويل کيږي  په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته دسرزيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته