امنیت

په هرات کې د غلو د يوې پنځه کسېزې ډلې نيول کېدل

 کابل/ باخترد سلواغې دمياشتې ٢٥نيټه
د هرات ولايت پوليسو د غلو يوه پنځه کسيزه ډله ونيوله.
دغه پنځه تنه د هرات ښار د اتمې ناحيې د اوسيدونکو د مالونو د غلا په تور د سيمې د اوسيدونکو په همکارۍ د پوليسو له خوا لاس په لاس نيول شوي دي .
له دغو غلو څخه د برېښنا يو جنراتور هم ترلاسه شوى دى .
د هرات ولايت د پوليسو يوه مقام باختر آژانس ته وويل چې نيول شويو کسانو په هرات ښار کې د غلا په څو نورو مواردو هم اعتراف کړى دى.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته