ټولنه

په کندز کې دترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول .

کابل باختر د تلې  نهه ويشتمه :
په کندز  ولايت کې پرون ديوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند انهام الدين رحماني باختراژانس ته وويل چې يوه ميرمن اويوه کوچني  نجلۍ هغه وخت ووژلې شوې چې دسپرلۍ موټر يې ددغه ولايت دعلي اباد ولسوالۍ په سړک کې له واټ څخه واوښت او چپه شو .
  رحماني زياته کړه چې په دې پيښه کې دماشومانو په ګډون څلور تنه نور ټپيان شول او دپيښې ټپيان دعلاج او درملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي دي
ده زياته کړه چې  ددغه موټر ټولې سپرلۍ  ديوې کورنۍ غړي وو چې له کابل څخه دکندز ولايت ته يې سفر کاوه .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته