سیاست

سترجنرال عبدالرشيد دوستم هېواد ته راستون شو

کابل باختر دوري دمياشتې ١٠:
د جمهوري  رياست لومړۍ مرستيال سترجنرال عبدالرشيددوستم چې څه موده مخکې  ديو دوستانه سفر لپاره دترکيې او دعربي متحده  اماراتو هېوادونو ته  تللى و  ، نن له غرمې وروسته هېواد ته راستون شو.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په دې  سفر کې دترکيې جمهوريت او دعربي اماراتو له لوړ رتبه مقاماتو سره  وکتل  اوله افغانستان سره يې  ددغه هېوادونو دهمکاريو په باب خبرې  اترې وکړې.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال د حامدکرزي  نړيوال  هوايي ډګر ته درارسيدو په وخت کې دباخترآژانس خبريال ته وويل :  ددوستو هېوادونو ترکيې او عربي متحده اماراتو دهېوادونو  له مقاماتو سره يې  دسيمې  د حالاتو  اودوسولې او امنيت دتامينولو لپاره دافغانستان داسلامي جمهوريت  دپروګرامونوپه باب خبرې اترې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته