کابل باختر دليندي شپاړلسمه :
په هغې ترافيکي پيښه کې چې تېره شپه په بغلان ولايت کې رامنځته شوه؛ يوولس تنه ټپيان شول .
دبغلان ولايت دترافيکو دمديريت مرستيال څارمن عزيز الله باخترآژانس ته وويل: يو٣٠٤ ډوله موټر له يو ټيلري ډوله موټر سره دپلخمري دنوى ښار په ساحه کې ټکر وکړ چې له امله يې د ٣٠٤ موټر دچلوونکى په ګډون يوولس تنه ټپيان شول .
ده زياته کړه: د پيښې ټپيان ډير ژر دپلخمري ولايتي روغتون ته وليږدول شول او د ټيلري موټر چلوونکى په تيښتې بريالى شو .
دبغلان ولايت دعامې روغتيا دخبري څانګې مسوول ډاکتر شاه محمد هوفياني د يو تن ټپي روغتيايي حالت خراب وباله.
0 د یوې دقیقې څخه لږ