امنیت

دملا اختر او دملا رسول دملاتړو ترمنځ نښته کې اته تنه ووژل شول .

کابل باختر د ليندى شپاړلسمه :
په هرات کې دوسله والو طالبانو ددوو ډلو ترمنځ مرګانۍ نښتې  پيل شوې دي .
  دغه جګړې نن سهار  دطالبانو دډلې  دمشر ملا اختر محمد منصور او دمنصور دمخالف قوماندان ملا رسول  دپلويانو ترمنځ په شينډنډ  ولسوالۍ کې پيل شوې ده او تراوسه پورې دوام لري .
دهرات ولايت  يوه امنيتي مسوول باختراژانس ته وويل چې تراوسه پورې په دې نښته کې دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دشينډنډ  ولسوالۍ لپاره   دنومول  شوي ولسوال ملا صمد په ګډون له دواړو لورو  څخه اته تنه وژل شوي دي .  ده وويل چې دطالبانو دډلې دمشر ملا اختر محمد منصور  او دهغه د  مخالف قوماندان ملا رسول  دپلويانو ترمنځ په شينډنډ  کې نښته لاتراوسه پورې دوام لري .
تراوسه پورې  طالبانو ددغې نښتې  په باب  څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته