ورزش

په ننګرهار کې د سولې جام تر نامه لاندې د والیبال سيالۍ پای ته ورسېدې

جلال اباد باختر د لړم د میاشتې ۸ مه
په ننګرهار ولایت کې د سولۍ جام تر نامه لاندې د ولیبال پيل شوې سيالۍ د لغمان د احمد شاه لوبډلۍ په بريا سره پای ته ورسېدې.
د ننګرهار د بدني روزنې امر سيد عالم شاه مختاري د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې په دغو سياليو کې د ننګرهار ولايت د ۷ ولسواليو سربيره د لغمان ولايت يوې لوبډلې هم برخه لرله.
هغه زياته کړه ، ددغو سياليو په پای لوبه کې د لغمان ولايت د احمدشاه لوبډله وتوانيده ،چې د چپرهار ولسوالۍ غلام حيدر لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ديادو سياليو اتلولي خپله کړي.
مختاري وايي ددغو سياليو موخه د ښار او ولسواليو د لوبډلو ترمنځ د تجربو شريکول او په دغه زون کې دواليبال لوبې وده اوځوانان ورزش ته هڅول دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته