اقتصاد

په لغمان کې د دولسو ميليونو افغانيو په لګښت د درېيو بېلابېلو پروژ چارې پيل شوې

مهتر لام باختر د زمري د میاشتې ۲۱ مه
د لغمان ولايت په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د څه دپاسه لسو ميليونو افغانيو په لګښت د یو لومړني ښوونځي د ودانۍ، دانګړدديوال او دغه راز د ارمل د هلکانو د لېسې د انګړدديوال د پروژو چارې پيل شوې.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي ښوونځي د فکري جوړېدنې او رغونې اساسي مرکزونه وبلل او زیاته یې کړه چې د فکري جوړېدنې او قوت په نه شتون کې ملي موخو ته رسېدل ګران کار دی.
نعیمي په ولسونو غږ وکړ چې اوسنیو امکاناتو او اسانتیاوو ته په کتو دې د ولایتي ادارې ملا وتړي او د ملي او ټولګټو پروژو په تطبیق کې دې ور سره د خنډونو په لري کولو کې لاسونه ورکړي.
د لغمان دلايت د پوهنې رېيس محمد حضرت مجددي باختر اژانس ته وویل چې د سلطان غازي بابا د لومړني ښوونځي د ودانۍ او د انګړدديوال دوه پروژې دي چې یو میلیونو، پینځه سوه اته څلویښت زره، اوه سوه او پینځه دیرش افغانۍ لګښت پرې راځي.
مجددي زياته کړه چې  دغه ودانۍ به ۶ درسي او، ۲ اداري خونې، یوه د لابراتوار ، يوه د کمپيوټر خونه او د ۳۳۴.۵ مترو په اوږدوالي انګړ ديوال ولري.
هغه وویل چې درېیمه پروژه د ارمل د هلکانو د لېسې د انګړ دېوال پروژه ده چې د ( ۴۲۸،۵ ) مترو په اوږدوالي د یو میلیونو، نهه سوه درې اتیا زره، نهه سوه پینځه پنځوسو افغانیو په لګښت جوړېږي.پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته