ټولنه

په هرات کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د لسو تنو وژل کېدل

کابل باختر د ليندى شپاړلسمه : د هرات _ اسلام قلعه په لويه لاره کې يوه مرګانى ترافيکي پيښه دکهسان ولسوالۍ دښاروال په ګډون دلسو تنو دوژل کېدو سبب شوه. دغه پېښه نن له غرمې مخکې د هرات _ اسلام قلعه دلويې لارې په اوږدو کې په روزنګ سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دکهسان ولسوالۍ د ښاروالۍ او د يوه خصوصي شرکت د انجنيرانو د سپرلۍ موټر له يوه شخصي مسافر وړونکي موټر سره ټکر وکړ . په دې پېښه کې دکهسان ولسوالۍ ښاروال له دريو تنو انجنيرانو او شپږو تنو نورو سره وژل شوى دى . سره له دې چې له دغې پېښې وروسته امبولانسونه سيمې ته ورسيدل خو د دواړو موټرو سپرليو د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه . دغه پېښه د لويې لارې د ترافيکو د پوليسو د فني کارکوونکو د يوه ټيم تر نظر لاندې څېړل کېږي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته