ټولنه

د شولګرې ولسوالۍ د سړک د پخولو کار پيل شو

کابل باختر دوږي  شپږمه :
د بلخ ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې د نهه ويشتوکيلومترو په اوږدوالي د سيند د ختيځ واټ د پخولو کار نن پيل شو .
د بلخ ولايت د فوايد عامې رييس انجنير عنايت الله ظفر د باخترآژانس خبريال ته وويل: د شولګرې ولسوالۍ د سيند ختيځ واټ د نهه ويشتو کيلومترو په اوږدوالي او د نهو متروپه سور جوړيږي .
ده زياته کړه: د دغه واټ د پخولو ټول لګښت ٥٢٥ مليونه افغانۍ کيږي چې د فوايد عامې وزارت له  بودجې څخه ورکول کيږي .
خبرځاى وويل: د دغه واټ په جوړيدو سره د دغې ولسوالۍ د خلکو زياتې ستونزې لرې کيږي او د شولګرې ولسوالۍ د سيند د ختيځ اوسيدونکي د دغه واټ  له جوړولو وروسته کولاى شي چې  په ډير لنډ وخت کې  مزارشريف ښار ته  سفر وکړي او خپل کرنيز محصلات هم وليږدوي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد د دغه واټ پخول د دغې ولسوالۍ اوسيدونکو ته اغيزمن وبلل او ويې ويل: د شولګرې ولسوالۍ د بلخ ولايت يوه ګڼ ميشته ولسوالي ده چې د دغې ولسوالۍ زياتره خلک په کرکيلې او مالدارۍ بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته