ټولنه

په پنجشير کې سب ستيشن جوړيږي .

کابل باختر  د غبرګولي  يو ديرشمه
په پنجشير ولايت کې دبريښنا دادارې مسوولين وايي دغه ولايت ته دصادراتي بريښنا دتنظيم په خاطر دانرژۍ  او اوبو وزارت غواړي په پنجشير ولايت کې سب ستيشن جوړ کړي .
  داپه داسې حال کې ده چې دپنجشير والي انجنير محمد عارف سروري  پرون دغه ولايت ته  دوارداتي بريښنا دسروې له تخنيکي  هيئت سره وکتل .
دپنجشير ولايت دمطبوعاتو مسوول وويل چې له دغه هيئت سره له کتنه کې دولايت مقام ته دخپل کار داجرااتو رپوټ ورکړ وروسته  دګډو ادارو کميسيون موظف شو تر څو دغه ولايت دسب ستيشن  دجوړولو لپاره مناسب ځاى مشخص کړي .
يوه اړونده خبرځاى زياته کړه: تخنيکي  هيئت دخبر له مخې دپنجشير دبريښنا  دليږدونې دتګلوري دسروې کار په سلوکې څه ناڅه شپيته  پرمخ تللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته