بروکسل- نيوزنو- باختر د وږي دمياشتې ٢٤
د اروپا اتحاديې د روسيې د جمهور رييس د څو تنو نږدې همکارانو د ويزې د صادرولو او د پانګې د کنګل کولو بنديزونه د نورو شپږو مياشتو لپاره تمديد کړل.
دغه بنديزونه له روسيې سره د کريميا د ټاپو وزمې په الحاق او د اوکراين په ختيځ کې د مسکو د پلويو ياغيانو په ځپلوکې د دغو کسانو د رول په خاطر لکول شوي دي .
د اروپا اتحاديې يوې سرچينې پرون وويل چې د حالت څيړنې په دغو بنديزونوکې بدلون توصيه کړى نه دى .
په دغو بنديزونوکې ١٤٩ تنه او ٣٧بنسټونه شامليږي.
دغه بنديزونه له واشنګټن سره په ډيرې نږدې همغږۍ کې تعقيبيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ