ټولنه

له پيښو سره دمبارزې دعالي کميسيون مرستيال په سيلاو ځپلو د مرستې دويش بهير وکوت .

کابل باختر دثور  اته ويشتمه :
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزير او له پيښو سره دمبارزې دعالي کميسيون مرستيال ويس احمد برمک  دبلخ ولايت دخلم  ولسوالۍ دولس سيلاو ځپلې کلي وکتل .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزير په داسې حال کې چې دبلخ والي او په ملي شورا کې ددغه ولايت ځينې استازي او دسمنګانو او بلخ دولايتونو دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييسان او انجنيران ورسره و په خلم تنګي کې دسړک جوړولو له مسوولينو او موظفينو سره ددغه وزارت همکاري څرګنده کړه او په زيانمنو شويوکسانو اوبزګرانو دمرستو دويش مرکزوکوت  او دلسو کليو داوسيدونکو غوښتنې او وړانديزونه يې واوريدل او دبيړنيو  اړتياو د لرې کولو او دويجاړه شويو ټولګټو پروژو  دبيا جوړولو غوښتنه وکړه او دوزارت يوه ډله انجنيران يې موظف کړ چې اوښتي  تاوانونه وڅيړي او دبيا جوړولو په خاطر دې مشخصې طرحې  وړاندې کړي .   دبلخ ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست دې په دغو سيلاو ځپلو سيموکې دعمراني پروژو دعملي کولو په لاره کې په کار لاس پورې کړي .
دخلم ولسوالۍ دمزارشريف ښار دختيځ په  پنځه پنځوس کيلومتري واټن کې ده او پنځه ويشت زره بزګرې او بڼوالې کورنۍ دهغې په بيلابيلو کليو کې ژوند کوي .
دوروستيو سيلاونو دراوتلو له امله داستوګنې شپږ سوه اته کورونه او څه دپاسه زر جريبه کرنيزه اوباغي ځمکه ويجاړه شوې ده په سلګونو  څاروي له منځه تللي اوکليوالي اوسيدونکو ته دمليونونو افغانيو تاوان اوښتې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته