ټولنه

دلوګر ولايت د کرنې رياست داداري ودانۍ دجوړولوکار پيل شو .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
دلوګر ولايت  د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست  داداري نوي ودانۍ دجوړولوکار  پرون پيل  شو .
  دباختراژانس دخبرله مخې ، ددغې ودانۍ دکار  دپيل په مراسمو کې  دلوګر والي محمد حليم فدايي  دولايتي شورا رييس  ، امنيه قوماندان او دځينو ادارو رييسانو برخه لرله .
دلوګر ولايت  دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رييس  انجنير محمد دين  مومند وويل  چې دغه ودانۍ  ديو جريب ځمکې په ساحه کې  په دوو پورونو کې په پاخه او اساسي ډول په پل علم ښار کې جوړيږي  او ټولې  اړتياوې په پام کې نيول شوي دي .
  مومند زياته کړه  چې ددغې ودانۍ دجوړولو کار دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له بودجې څخه دکابو پنځلس مليونه افغانۍ په لګښت په شپږومياشتو کې بشپړيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته