نړۍ

يوه هندو مېرمن په بلوچستان ايالت کې ووژل شوه

کويټه  باختر دکب نولسمه :
د بلوچستان ايالت د ناصر آباد ولسوالۍ د باباکوټ ناحيې د هندو ټولنې يوه ميرمن پرون د ناپيژندل شويوکسانو له خوا د تبر په ګوزارونو سره ووژل شوه .
  د پاکستان د دي ډان ورځپاڼې په ليکنه: ناپيژندل شويوکسانو د زنيه کماري په نامه په دغې ميرمنې بريد وکړ او د هغې د وژلو وروسته وتښيدل .
د پوليسو د څرګندونوله مخې: د دغه بريدعلت معلوم نه دى.
د زنيه کماري ورور جالورام خبريالانو ته وويل چې خور يې د سيمې د خلکو له خوا بې موجبه وژل شوې ده .
  جالو رام د بلوچستان ايالت د پوليسو له عمومي قوماندان او ناصر آباد ولسوالۍ  له پوليسوڅخه وغوښتل چې د قاتلينو پرخلاف اقدام وکړي او د هغې د کورنۍ امنيت تامين کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته