کابل باختر دوږي دمياشتې پنځمه نيټه :
جمعه د وږي د مياشتې لسمه د نيکمرغه لوى اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده.
د سعودي عربستان د رسنيو د خبرله مخې : د روان کال د وږي د مياشتې لسمه
ورځ د نيکمرغه لوى اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د دغو خبرونو له مخې: د روان کال د وږي د مياشتې نهه د پنجشنبې ورځ د عرفې ورځ او د وږي د مياشتې لسمه د جمعې ورځ د نيکمرغه لوى اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده.
تر اوسه پورې سترې محکمې په دې باب څه نه دي ويلي. خو د ايران، عراق او پاکستان په ګډون ځينو هېوادونو د روان کال د وږي د مياشتې لسمه د جمعې ورځ د عرفې ورځ او د وږې د مياشتې يوولسمه د شنبې ورځ د نيکمرغه لوى اختر لومړۍ ورځ اعلام کړې ده.
7 1 دقیقه لوستل