امنیت

درې طالبان په میدان وردګو کې ووژل شول

کابل / د وږي ۱۹ مه / باختر
د میدان وردګو د سید آباد ولسوالۍ په مليخېلو سیمه کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپيان شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل خان مومند باختر اژانس ته وویل چې تېره شپه د سید آباد ولسوالۍ په ملیخېلو سیمه کې افغان ځواکونو او طالبانو نښته کړې ده.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپيان شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته