امنیت

د انسان تښتوونکوله منګولو څخه ديوه سړي خلاصون

کابل باختر دوري دمياشتې ٨:
هغه سړى چې دوه شپې مخکې تښتول شوى و، د شينډنډ دپوليسو په عملياتوکې وژغورل شو.
دغه سړى عبدالرزاق نوميږي او د کشک رباط سنګي ولسوالۍ اوسيدونکى دى   چې دوه شپې مخکې  دوسله والو کسانو له خوا دهرات _ قندهار دلويې لارې په  اوږدو کې تښتول شوى و چې دملي اردو  دکوماندو دقطعې په همکارۍ دپوليسو په عملياتو کې دشينډنډ ولسوالۍ د ده علي بيګ په کلي کې په داسې حال کې چې  لاسونه اوپښې يې په ځنځير تړلې شوې وې اوپه يوه څاه کې ساتل، وژغورل شو.
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبدالغني عمرزاد د باختر آژانس خبريال ته وويل  چې د دغې پيښې په اړوند دشينډنډ ولسوالۍ درې تنه اوسيدونکي نيول شوي اوله دوى څخه درې ميله وسله ترلاسه شوې او نيول شويوکسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته