کابل باختر د غبرګولي اووه ويشتمه :
يوه ښځه پرون په فارياب ولايت کې دطالبانو دتوغول شوي توغندى دلګيدو له امله شهيده شوه .
دفارياب ولايت دشيرين تګاب ولسوال سيد شرف الدين دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ښځه ددغه ولايت دشيرين تګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دمزارشريف _ ميمنې په لويه لاره کې په يو موټر دطالبانو دتوغول شوى توغندى له امله شهيده شوه او په دغه موټر کې درې تنه نور ملکيان ټپيان شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ