ټولنه

په هرات کې دترافيکي پيښې له امله دپنځلسو تنو مسافرانو وژل کيدل .

-کابل باختردمرغومي دوه ويشتمه :
دهېواد په لويديځ کې ديوې ترافيکي پيښې له امله پنځلس تنه ووژل شول او کابو ديرش  تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه نن دکابل (_  هرات  دلوى لارې په اوږدو کې  هغه وخت رامنځته شوه  چې يوه مسافروړونکي  بس موټر له  يوه پوځي  ټانګ سره ټکر وکړ ښځې او ماشومان هم ددغې پيښې په قربانيانو او ټپيانو کې شامل دي .
په هرات ولايت کې يوې امنيتي سرچينې باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې پنځلس تنه سپرلۍ ووژلې شوې او ديرش تنه نور ټپيان شول .
ده دپوځي ټانک او دبس موټر دچلوونکو ګړندى تګ او بې احتياطي ددغې مرګانۍ  ترافيکي پيښې اصلي انګيزه وبلله .
په همدې حال کې دهرات په يوه روغتون کې ډاکترانو ددغې   پيښې دڅه ناڅه لسو تنو  ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته