سیاست

جمهور رئيس کرزی د فقید نېلسن مانديلا د درناوي په مراسمو کې د ګډون لپاره جنوبي افریقا ته روان شو

کابل_باختر د لېندۍ ۱۸ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس حامدکرزی، د جنوبي افریقا د پخواني جمهوررئيس او د نژادي تبعيض او استعمار پروړاندې ستر مبارز فقید نېلسن مانديلا ته د درناوي او د یاد لمانځنې په مراسمو کې د ګډون لپاره نن غرمه د جنوبي افریقا د جوهانزبورګ ښار ته روان شو.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
ټاکل شوې ده چې د هېواد جمهور رئيس سبا د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د حکومتونو او دولتونو له مشرانو سره یو ځای د جنوبي افریقا د جوهانزبورګ ښار په لوی ستډیوم کې د نېلسن مانديلا د یاد لمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړي او فقید نېلسن مانديلا ته درناوی وکړي.  #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته