نړۍ

داهل سنت والجماعت ګوندويندوى په پاکستان کې و وژل شو.

کراچي دي نيوز  باختر دوږې دمياشتې ٤
دپاکستان په کراچۍ ښارکې  پرون د تاوتريخوالي له امله د اهل سنت والجماعت ګوند د ويندوى په ګډون اته  تنه  ووژل شول.
د اهل سنت والجماعت ګوندويندوى مولانا اکبر سعيد فارقي د کراچۍ ښار دپوهنتون واټ ته څيرمه د ډزو له امله  له ټپي کيدو وروسته په  روغتون کې سا ورکړه.
د اهل سنت والجماعت مشرمحمدحميدلودينوي  په  فاروقي، بريد په کلکه غندلى دى او ويلي يې دي  چې حکومت جنايي مجرمينو ته دعمل آزادي ورکړې ده چې خپل فعاليتونه له  بخښنې سره  تر سره کړي .
د ده وژل کيدل ددغه هيواد په بيلابلو سيمو کې داعتراضونو  سبب شوي دي .
اعتراض کوونکو دموټرو ټايرونو ته اور واچاوه او دکراچۍ ترنشن لوبغالي پورې يې د نيوټاون و اټ د ترافيکو پرمخ  وتاړه.
په کراچۍ ښارکې دڅو تيرو کلونو په اړو دوړ کې دسياسي ګوندونو د غړو په ګډون په ز رګونو تنه وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته