ورزش

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د وېسټ انډیز پر وړاندې په دویېمه شل اوریزه سیالۍ کې خپل بخت ازمايي

کابل/دلړم۲۵مه/باختر
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې نن ماښام شپږ بجې خپله دویېمه سیالي ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې درې یو ورځنۍ او یو شل اوریزه سیالۍ بایللې دي.
د کرکټ بورډ مسوولین وايي چې افغان لوبډله د دویېمې شل اوریزې سیالۍ لپاره پوره چمتوالی لري او تمه ده چې دغه سیالي نن ماښام پر شپږو بجو او بله سیالي سبا ترسره شي.
د افغانستان او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ د شلو او پنځوسو اوریزو سیالیو لړۍ د نوامبر میاشتې په شپږمه پيل شوي دي چې په دې سیالیو کې افغانستان درې یو ورځنۍ او یوه شل اوریزه لوبو کې ماتې خوړلې ده.
تمه ده چې د روانې میلادي میاشتې په ۲۷ مه به د افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ لوبډلې یو ټېسټ سیالي هم وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته