کابل / د وري١٣مه / باختر؛
د وسله والو طالبانو ١٥ غړي په زابل کې په نويو جګړو کې ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تيره شپه او نن سهار د ارغنداب، شاه جوى او ميزان ولسواليو کې هغه وخت بريدونه وشول چې د پوحيانو پر امنيتي پوستو او کاروانونو بريدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي په دې جګړو کې د ٢ پاکستانيانو په ګډون د وسله والو طالبانو١٥ غړي ووژل شول او يو يې بل ټپي شو.
دغه قول اردو وايي پر دغو وسله والو طالبانو له هوا اوځمکې هغه وخت بريدونه وشول چې د امنيتي ځواکونو پوستو او کاروانونو بريدونه وکړل.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې: پوځيانو په زابل کې له ګڼ ميشتو لارو څخه د٢٣ ماينونو په کشف اوشنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ