کابل باختردزمري دمياشتې ١٧ :
د يو روزنيز مرکز مسوول چې پرې د خپل زده کوونکى د جنسي تيري او وژلو تور لګول شوى دى؛ د هرات ولايت د استيناف محکمې له خوا په اعدام محکوم شو.
تورن چې د نجونو د يو روزنيز مرکزمسوول دى؛ څه ناڅه پنځه مياشتې مخکې په يوې نجلۍ جنسي تيرى کړى و او وروسته يې هغه وژلې وه .
د تورن دوسيه نن د استيناف محکمې د جزا د ديوان په علني قضايي غونډه کې وڅيړل شوه.
د هرات ولايت د استيناف محکمې رئيس قضاوتوال سيدعبدالغفار زبير د باختر آژانس خبريال ته وويل: تورن د تحقيقاتوپه بهيرکې په خپل جرم اعتراف کړى دى.
په دې غونډه کې دغه راز پنځه تنه د زنا په تور هر يو په دوه دوه کاله تنفيذي بند او درې تنه نور د وژنې په يوه جلا قضيه کې د لاس لرلو په تور په بند او نغدي جريمې په ورکولو محکوم شول.
د تورنو کسانو د تميز غوښتنې حق په ټاکلې موده کې خوندي دى.
0 1 دقیقه لوستل