امنیت

په افغانستان کې د ناټو د څلورو تنوسرتيرو وژل کيدل

کابل باختر  دغبرګولي ٢٩ :
دناټو څلور تنه سرتيري په افغانستان کې د هاوان د يو ماين د لګيدو له امله ووژل شول.
په دغو سرتيرو چې ويل کيږي امريکايان وو پرون دپروان ولايت دبګرام په پوځي اډه کې د وسله والو طالبانو له خوا د هاوان بريد وشو او  ووژل شول.
ناټو د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره دخپلو دغو څلورو تنو سرتيرو وژل کيدل تائيدکړل  خو د پيښې دقيق ځاى او د وژل شويو سرتيرو هويت يې په ډاګه نه کړل،خو د امريکائي ځواکونو ويندوى رسنيو ته ويلي دي  چې دغه سرتيري امريکايان وو او د بګرام په پوځي اډه کې پرې بريدوشو .
وروستۍ دوه مياشتې په افغانستان کې بهرنيو پوځيانو ته ډيرې خونړۍ مياشتې بلل شوې دي .
دنه تائيدشويو شميرونو له مخې: دهمدې مودې په بهيرکې د ناټو درې څلويښت تنه پوځيان په افغانستان کې وژل شوي دي .
ډيره خونړۍ پيښه يې دافغانستان په هلمند ولايت کې د شلو تنوګرجستاني سرتيرو مرګ ژوبله وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته