امنیت

په فارياب کې ديوې ښځې سرغوڅ کړى شو .

کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
په فارياب ولايت کې ديوې ځوانې ميرمنې سرغوڅ کړى شو .
پوليس وايي چې ددغې پنځه ويشت کلنې ميرمنې سرتيره شپه دخواجه سبز پوش ولسوالۍ په ينګي قلعه کلي کې ددوى په کور په مرموز ډول غوڅ کړى شوى دى .
ددغې ميرمنې دميړه کورنۍ وايي چې ددغې ميرمنې سر دناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا غوڅ کړى شوى دى .
دفارياب ولايت يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې هغوى ددغې ځوانې ميرمنې ميړه اوخسر نيولي دي 
تراوسه پورې ددغې پيښې انګيزه نه ده روښانه شوې .
پوليس وايي چې په دې برخه کې څيړنې اوپلټنې  پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته