امنیت

ديارلس تنه کارګران ووژل شول

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٨
داعشيانو د ډبرو سکرو دکان ديارلس تنه کارګران په ډزو سره ووژل .
دبغلان ولايت دتاله او برفک ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې د داعش ډلې په يو فلاينکوچ موټر په ډزو سره د ډبرو سکرو دکان ١٣ تنه کارګران ووژل .
دبغلان ولايت دتاله او برفک ولسوال فيض محمد اميرى باختر آژانس ته وويل :دغه کارګران کله چې د ډبرو سکرو له کان څخه دخپلو کورونو په لور روان و ددغې ولسوالۍد انارک په سيمه کې د داعش د ډلې له خوا په ډزو سره ووژل شول.
ده زياته کړه: د ديارلسو تنو په وژل کيدو برسيره په دې پيښه کې درې تنه نور کارګران ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته