ټولنه

په نیمروز کې ۳۱ کورنیومرسته تر لاسه کړه

کابل /د سلواغې ۱۲مه /باختر
د (ای.او.ام.او.) او یونیسف موسسو د نیمروز د دلارام او خاشرود په ولسوالیو کې نن په ۳۱ سیلاو ځپلو کورنیو غېر خوراکي توکي ووېشل.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د نیمروز له طبیعی پېښو سره د مبارزې رییس مولوي محمد قاسم محمد وویل چې دغه سیلاو ځپلې کورنۍ پخوا د (ای.او.ام.او.) او د یونیسف د موسسو له خوا د دغې ادارې په همغږۍ سروې شوې ده.
هغه زیاته کړه په دغه مرستو کې کوښې، شړۍ، ښځینه او نارینه جمپرونه، دستکشې، خولی، ګیلاسونه، د بخاردیګونه، چایجوش، صابون، د غاښونو کریم او د خټګرۍ وسایل شه.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته