ښوونه او روزنه

په هلمند کې ديو ښوونځي بيا پرانستل .

کابل باختر دسلواغي دري ويشتمه

په هلمند  ولايت کې يو ښوونځي  دزده کوونکو پرمخ بيا پرانستل  شو .  په لښکرګاه  ښار کې درحيم خيلو ښوونځي له دوو کلونو راپديخوا  دنااراميو او دوسله وال طالبانو دګواښ له  امله دزده کوونکو پرمخ تړل شوي و .

  داپه داسې  حال کې ده چې څه موده مخکې هم په هلمند ولايت کې نهه ښوونځي  له زياتي مودې وروسته  دپوهنې وزارت له خوا او  دسيمې دمشرانو  په همکارۍ  دزده کوونکو  پرمخ  بيا پرانستل شول .  دپوهنې  وزارت ويندوى عبدالصبور  غفراني  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل ددغه ښوونځي  په بيا پرانستلو سره څه ناڅه پنځه سوه تنو نجونو او هلکانو ته دزده  کړې ددوام زمينه برابره شوه .

 غفراني  وايي دغه ښوونځي دسيمې دمشرانو په همکارۍ  او ملاتړ بيا پرانستل شوي دي .

   دپوهنې وزارت  له خوا دوړاندي شوي  شميرنې له مخې اوس  دهيواد په جنوب کې څه ناڅه دري سوه ښوونځي دناارامي او دوسله والو طالبانو  دګواښ له امله  له زياتي   مودې  راپديخوا دزده کوونکو  پرمخ  تړلي دي .

  ددغې شميرنې  له مخې ددغو ښوونځيو  په تړل کيدو سره په زرګونو نجونې اوهلکان  دزده کړي  له دوام څخه  بي برخې شوي دي .

 دپوهنې وزارت ويندوى عبدالصبور غفراني وايي  دغه وزارت هلې ځلې   کوي چې دسيمې  له مشرانو سره په تفاهم  کې  ددغوښوونځيو دبيا پرانستلو  زمينه هم برابره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته